د افغانستان د روغتیا د پخواني وزیر، جواد عثماني د کورنۍ دوه غړي، د درنو جرمونو پر وړاندې د مبازرې عدلي او قضايي مرکز لومړنۍ محکمې له خوا په لسو- لسو کلونو بند محکوم شول.
د سترې محکمې ویاند احمد فهیم قویم پرون سې شنبه (د غويي ۲۸مه) ازادي راډیو ته وویل: "د رشوت اخیستلو په جرم دوه تنه فاعلین چې احمد شکران عثماني او فریدون سلطاني نومېږي هر یو په لسو- لسو کلونو تنفیذي بند او د پیسو د ټاکلې اندازې په ورکړه محکوم شول."
د ښاغلي قویم په خبره، د همدې قضیې په تړاو د حامد حمیدي په نوم بل شخص په دوو کلونو او شپږو میاشتو بند محکوم شو.
د ده په وینا دا ابتدايي حکم دی او محکوم شوي کسان کولی شي د استیناف غوښتنه وکړي.