بغلان چارواکي: مرکزي بغلان کې د طالبانو بریدونه په شا تمبول شوي

ارشیف، بغلان کې امنیتي سرتیري د عملیاتو پر مهال

طالبانو نن سې شنبه (د غويي ۲۷مه) سهار د څلورو بجو خوا ته د مرکزي بغلان پر ولسوالي له څو لوریو بریدونه وکړل.

د بغلان د پولیسو ویاند احمد جاوېد بشارت ازادي راډیو ته وویل چې د طالبان برید شاته تمبول شوی دی: "د دښمن د بریدونو په ترڅ کې د دوی تر پنځه ویشت ډېر کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي چې یو شمېر یې سرګروپان دي او اوس زموږ عملیات د مرکزي بغلان په ولسوالي کې ادامه لري."

د ښاغلي بشارت په وینا په ټپیانو کې د زرقاوي په نوم یو سرګروپ هم شامل دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.