په هرات کې ۳ توليدي کارخانې پرانیستل شوې

هرات کې پرانیستل شوې کارخانې

هرات کې پرانیستل شوې کارخانې

په هرات کې درې توليدي کارخانې پرانیستل شوې چې سلګونو کسانو ته يې د کار زمینه هم برابره کړې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند فواد احمدي نن سې شنبه (د غويي ۲۷مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغو درې توليدي کارخانو نن د هرات په صنعتي ښارکوټي کې په توليداتو پيل وکړ.

نوموړي وویل په دغو کارخانو نږدې ۱۰ میليونه امريکايي ډالره پانګونه شوې ده.

د یادو کارخانو په پرانيستلو سره ۵۰۰ کسانو ته د کار زمينه برابره شوه.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت وایي، هڅه یې روانه ده څو په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم ورته کار خانې جوړې شي.

دغه فابرېکې د ایسکریمو جوړولو، بيسكويټونو او لبنياتو په برخو کې فعالیت کوي.