څېړنه: پر ځمکه د انسانانو  پرتله د مرغانو شمېر ۶ برابره زیات دی

ارشیف

د یوې نوې څیړنې له مخې پر ځمکه د مرغانو شمېر څه باندې شپږ برابره د انسانانو تر شمېره زیات دی.

د استرالیا ساینس پوهانو د امریکا د ساینس د ملي اکاډیمۍ په خپرونه کې یوه څېړنه خپره کړې ده چې په کې راغلې دي، د ځمکې کره د شااوخوا پنځوس میلیارده مرغانو کور دی.

جرمني اژانس خبر ورکوي چې په سدني کې د 'نیو سوت ویلس' پوهنتون له لوري څیړنه په نړۍ کې پر نهه زره اووه سوه ډوله مرغانو شوې ده چې د دې څېړنې له مخې دا شمېره د ټولې نړۍ د دوه نوي په سلو کې مرغانو استازیتوب کوي.

د څېړنې له مخې د ځینو مرغانو شمېر زیات دی او یو شمېر یې ډېر لږ دي، تر ټولو ډېر مرغان مرغۍ دي چې شمېر یې یو اعشاریه شپږ میلیاردو ته رسېږي.