ټاکل شوې ده چې نن د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اسراییل او فلسطینیانو ترمنځ د روانې جګړې د دریدو پر لارو چارو بیړنۍ غونډه وکړي.
په څه باندې یوه اوونۍ کې د دې جګړې له کبله تر دوه سوه ډېر کسان وژل شوي دي.
د دې سربېره چې د دې جګړې د درېدو غږ له هر لوري په جګېدو دی، د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو پرون ناوخته وویل چې ځواکونه به یې په غزه کې د ترهګرو ځایونه تر هغو په نښه کوي چې د اسراییل ټول اتباع خوندي شي.
د سپینې ماڼۍ په بیان کې راغلي دي چې ولسمشر جوبایډن د دوشنبې په ورځ له صدراعظم نتانیاهو څخه د اوربند غوښتنه وکړه.
ولسمشر بایډن تر دې مخکې هم ورته غوښتنه کړې وه او ویلي یې و چې دا د اسراییل حق دی چې له خپلې خاورې د توغندیو دفاع وکړي.
په ورته وخت کې د سپینې ماڼۍ په بیان کې راغلي دي چې اسراییل دې د بې ګناه ملکیانو د خوندیتوب لپاره ډيرې هڅې وکړي.
د اسراییل پوځ وایي چې حماس او نورو فلسطیني ډلو شااوخوا درې زره درې سوه پنځوس توغندي له غزې د اسراییل لور ته ویشتلي دي او یوازې دوشنبې یې دوه سوه فیر کړي دي.
د اسراییلي پوځیانو په وینا د دغه هېواد د هوایي ځواکونو او توپخانې د ډزو پر مهال لږ تر لږه یو سل او دیرش وسله وال وژل شوي دي.
ملګري ملتونه وایي چې د دې جګړې له امله تر اته دیرش زره ډېر فلسطنیان په غزې کې د خپلو کورونو پریښودو ته مجبوره شوي دي او نورو دوه نیمو زرو کورونه له لاسه ورکړي دي.
اسراییل د مې په لسمه وروسته تر دې پر غزه بمباري پیل کړه چې حماس له غزې د اسراییل په لور توغندي وویشتل.