د ګوانتانامو ۷۳ کلن پاکستانی بندي له ۱۶ کاله بند وروسته خوشې کېږي

سیف الله پراچه

د ګوانتانامو زندان یوه ۷۳ کلن پاکستاني بندي ته خبر ورکړل شوی چې له شپاړلس کلن بند وروسته خوشې کېږي.

سیف الله پراچه پر امریکا د ۲۰۰۱ میلادي کال د سېپټمبر د ۱۱مې د تروریستي حملو له دوو طراحانو سره د مرستې په تور نیول شوی و.

شېلبي سولیوان بېنیس چې په نوومبر میاشت کې یې د زندانیانو د ارزونې د بورډ په غونډه کې د پراچه د مدافع وکیلې په توګه برخه اخیستې وه پرون دوشنبې (د مې په ۱۷مه) وویل چې دې بورډ د ده موکل او دوو نورو بندیانو ته خبر ورکړ چې برائت یې ورکړی دی.

دوه نور بندیان یو ۵۴ کلن عبدالرباني دی چې هغه هم پاکستانی دی او دوهم ۴۰ کلن یمنی عبدالرحیم عثمان دی.

پنټاګون په ګوانتانامو کې د امریکا له پوځي زندانه د دې کسانو د خلاصون د تایید په اړه د ازادي راډیو ایمیل ته ځواب ونه وایه، خو مدافع وکیلې سولیوان بېنیس ویلي دي چې د پراچه د خلاصون پر وړاندې هېڅ خنډ نه دی پاتې او دا فکر کوي چې نوموړی په راتلونکو څو میاشتو کې په پاکستان کې خپل کور ته ستون شي.