د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د شمال قطب د راتلونکي په اړه خبرې د ډنمارک د بهرنیو چارو له وزیر میت فیریدرایکسین له کتنې پيل کړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، بلېنکن په دغه ملاقات کې د اقلیم له بدلون سره د مبارزې د ګډو اهدافو پر اهمیت او د شنې ټکنالوژۍ پر پراختیا خبرې کړي دي.
اعلامیه کې راغلي چې د شمال قطب په اړه له ډنمارک سره همکارۍ هم د دغو لیدو کتو یوه برخه وه.
ټاکل شوې بلېنکن له ډنمارک وروسته ایسلنډ ته ولاړ شي او سبا 'د مې په نولسمه' د شمال قطب د شورا په غونډه کې ګډون وکړي.
بلېنکن به وروسته له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره هم وګوري.
لاوروف پرون وویل، شمال قطب د روسیې د خاورې یوه برخه ده او دا یوازې د دوی د هېواد مسوولیت دی چې له ساتنې یې ځان ډاډه کړي.
د شمال قطب شورا دا مهال اته غړي لري چې ډنمارک، فنلنډ، ناروې، سوېډن، کاناډا، ایسلنډ، روسیه او امریکا دي.