روتردام ښار د یورو ویژن سندرو د سیالۍ کوربه توب کوي

ارشیف، د یورو ویژن د سندرو سیالۍ

د هالند روتردام ښار د یورو ویژن سندرو د سیالۍ کوربه توب ته چمتو کېږي.

له کرونا وبا سره- سره چې تېرکال یې دغه سیالۍ ځنډولې وې، د یورو ويژن وروستۍ برنامه د مې په ۲۲مه ترسره کېږي.

ټاکل شوې له نن شپې د مې تر شلمې پورې د سیالۍ د نیمه پای ګټونکي اعلان شي.

د هالنډ حکومت دغې سیالۍ ته ډېر چمتوالی نیولی او ګډونوالو ته یې ویلي، هرو ۴۸ ساعتونو کې یو ځل باید د کرونا معاینه وکړي.

۲۰۱۹ میلادي کال کې هالنډي سندرغاړی دونکان لاورینس د یوروویژن سیالیو اتل شو او خپل هېواد یې د ۲۰۲۰ کال لپاره د سیالۍ کوربه کړ.

تېر کال بیا دا سیالۍ ترسره نه شوې.