د افغانستان د سیمهییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، د فاریاب نوي والي له اوږدو لانجو وروسته بالاخره په کار پیل وکړ.
د سیمهییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاندې نرګس مومند نن په یو وېډیويي پیغام کې ویلي چې د فاریاب نوي والي محمد داوود له یو څه ستونزو سره سره نن په کار پیل وکړ.
اغلې مومند زیاتوي: "که څه هم موږ په فاریاب ولایت کې مخکې ځینې ستونزې درلودې، خو له نېکه مرغه دا ستونزې حل شوي او د فاریاب نوی والي رسماً معرفي شوی او کار یې پیل کړی دی."
د فاریاب ولایت رسمي سرچینو ویلي چې ښاغلی داوود د فاریاب د ولایتي شورا د رئیس او نورو چارواکو په حضور کې معرفي شو.
د ښاغلي داوود له معرفي کېدو سره هممهاله د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د ملي اسلامي جنبش سلګونه پلویان چې د نوموړي له ټاکنې سرهیې مخالفت کاوه د اعتراض لپاره د مرکز میمنې لارو کوڅو ته راووتل.
یوې سیمهییزې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له کبله نهغواړي هویتیې افشا شي ازادي راډیو ته وویل چې محمد داوود د پراخو اعتراضونو له کبله د ولایت د مقام پر ځای د ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه قرارګاه کې معرفي شو.