لغمان ولایت کې تندر دوه تنه وژلي

د افغانستان عمومي نقشه کې لغمان ولایت

د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې تندر دوه تنه وژلي دي.

دا خبره د لغمان ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه اعلامیه کې کړې ده.

د اعلامیې له مخې، دا پېښه یکشنبه مازیګر مهال د قرغیو ولسوالۍ د چهارباغ په مفتي کلا سیمه کې شوې ده.

د تندر پرېوتو په دې پېښه کې د وژل شویو نومونه حسیب‌الله او نصیر یاد شوي.

بل چا ته په دې پېښه کې زیان نه‌دی اوښتی.