د چک جمهوریت ولسمشر میلوش زیمان د روسیې هغه اقدام چې چکیې د غیر دوستو هېوادونو په ډله کې شامل کړی، احمقانه یاد کړی.
روسیې چک جمهوریت او امریکا د "غیر دوست" هېوادونو لېست کې شامل کړي او ګواښیې کړی چې که نور هېوادونه هم د مسکو په وړاندې غیر دوستانه اقدامات وکړي په دې لېست کې بهیې واچوي.
د چک جمهوریت ولسمشر د روسیې د دې کار په غبرګون پرون وویل پخوانیو دوستانو ته د دښمن خطاب کول یو احمقانه کار دی چې روسیې کړی.
د چک جمهوریت او روسیې ترمنځ اړیکې له یو څه وخت راهیسې ځکه کړکېچنې شوي چې چک جمهوریت ځیني روسي ډیپلوماتان د جاسوسۍ په تور له خپلې خاورې وایستل.
چک جمهوریت د اپرېل په لومړیو کې روسیه د هغې چاودنې تر شا ښکېله وبلله چې ۲۰۱۴ کال په چک کې وشوه او دوه کسان پهکې ووژل شول.
روسیې دا تور رد کړ او په ځواب کې یې د چک جمهوریت څو ډیپلوماتان له مسکو وایستل.