د عوامي‌ نشنل ګوند پخوانۍ مشره بېګم نسيم ولي خان مړه شوه

د عوامي‌ نشنل ګوند پخوانۍ مشره بېګم نسيم ولي خان

د عوامي‌ نشنل ګوند پخوانۍ مشره بېګم نسيم ولي خان د ۸۸ کلونو په عمر د خېبر پښتونخوا په چارسده کې مړه شوه.

د راپورونو له مخې هغه د زړه او شکرې پر ناروغۍ اخته وه.

د دغه ګوند ویاند زاهد خان ازادي راډیو ته وویل چې د نوموړې جنازه به نن په ولي باغ کې ترسره شي. عوامي نشنل ګوند د بېګم نسیم ولي خان د مړینې په خاطر درې ورځنی ماتم اعلان کړی دی.

بېګم نسیم ولي خان د خان عبدالولي خان چې په ۲۰۰۶ کال وفات شوی، مېرمن وه.

بېګم نسيم ولي ‌خان درې ځلې د پاکستان د پارلمان غړې پاتې شوې.