د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو قوماندان: د حماس ډلې ملاتړ ته دوام ورکوو

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د قدس ځواکونو قوماندان اسماعیل قاآني

د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ د جګړو په دوام، د ایران یوه لوړپوړي چارواکي ویلي چې په بشپړ ډول د حماس ملاتړ ته دوام ورکوي.

د ایران د دولتي ټلوېزیون د راپور له مخې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د قدس ځواکونو قوماندان اسماعیل قاآني پرون د حماس د ډلې له مشر اسماعیل هنیه سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال له دې ډلي خپل ملاتړ ښودلی دی.

بل‌خوا د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر د اسرائیل له صدراعظم نتانیاهو او د فلسطین له مشر محمود عباس سره خبرې کړي او د وضعیت د کرارېدو غوښتنه‌یې کړې ده.

ولسمشر بایډن د تاوتریخوالي د دوام په اړه اندېښنه ښودلې.

پرون اسرائیلي ځواکونو بیا پر غزې تړانګې سخت بریدونه وکړل.

فلسطین مني چې د تېرو شپږ ورځنیو جګړو پر مهال د دوی له لوري ۱۴۵ تنه وژل شوي چې ماشومان هم په‌کې دي.

اسرائیل هم د حماس په راکټي بریدونو کې د خپلو ۱۰ وګړو د وژل کېدو خبر تأییدوي.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو ویلي، ترهغو چې اړتیا یې وي پر غزې به بریدونو ته دوام ورکړي.