محب: د دښمن هدف قدرت ته د طالبانو رسول نه، بلکې د خپلې جغرافیې پراخول دي

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وايي، د "دښمن" هدف قدرت ته د طالبانو رسول نه، بلکې د خپلې جغرافیې پراخول دي.

حمدالله محب دغه خبرې پرون شنبه د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د وینا پر مهال وکړې.

د ملي امنیت شورا وايي، ښاغلي محب یوې ولسي غونډې ته وویل چې د ګوشتې ولسوالۍ ټولو اوسېدونکو د امن او سولې لپاره له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره همکاري کړې ده.

ښاغلي محب ویلي چې د ولس په ویښتیا کې د ډیورند "فرضي" کرښې په دواړو غاړو کې د دیني عالمانو او ځوانانو نقش مهم دی.

ښاغلي محب تر دې مخکې هم په خپلو خبرو کې له طالبانو د پاکستان د ملاتړ په اړه تندې څرګندونې کړې وې.