د دوستم پلویان: د فاریاب د نوي والي په توګه د محمدداوود ټاکنه نه منو

د دوستم پلویان

د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د ملي اسلامي جنبش ګوند لسګونه پلویانو نن شنبه (د غويي ۲۵مه) د فاریاب لپاره د نوي والي د ټاکلو په غبرګون کې د ولایت د ودانۍ دروازه بنده کړه.

مظاهره چیانو چې د والي د دفتر مخې ته یې د پرلت خېمې وهلي، خبرداری ورکړی چې خپل اعتراض ته به تر هغه دوام ورکړي چې غوښتنې یې ومنل شي.

دوی وايي چې د فاریاب د نوي والي په توګه د محمدداوود ټاکنه نه مني.

اعتراض کوونکي همدا راز وايي چې په پام کې وه نن ښاغلی داوود خپلې دندې ته حاضر شي خو الوتکې ته یې د کېناستو اجازه ورنه کړل شوه.

دولتي چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.