افغانستان پر فلسطینیانو د اسراییلو وروستۍ حملې غندلي

بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، د فلسطین د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي ریاض المالکي سره د يوې ټیلیفوني اړيکې په ترڅ کې

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر پر فلسطینیانو د اسراییلو وروستۍ حملې غندلي او ویلي یې دي چې دا تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی.

په هغه بیان کې چې د بهرنیو چارو وزارت نن خپور کړ راغلي چې ښاغلي اتمر د فلسطین د بهرنیو چارو له وزیر ریاض المالکي سره په ټیلیفوني خبرو کې د روژې او اختر په ورځو کې پر فلسطینیانو د حملو او یرغلونو دوام غندلی او په دې سیمه کې د تاوتریخوالي د سمدستي بندیدو غوښتنه یې کړې.

د اسراییلو پوځ له تېرو څو ورځو راهیسې د غزې پر تړانګه هوايي حملې کړي چې په ترڅ کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسان مړه او لسګونه نور ټپیان دي او په ځواب کې حماس او نورو اسلامپالو ډلو هم پر اسراییلو د توغندیو حملې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د ښاغلي اتمر له قوله راغلي چې افغانستان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۹۶۷ پرېکړه پر اساس د یوه خپلواک دولت د لرلو لپاره د فلسطین د خلکو د حق ملاتړ کوي.