د اروپايي ټولنې نیوکه: روسیې امریکا او چک غیر دوست هېوادونه نومولي

ارشیف، د اروپايي ټولنې بیرغ

اروپايي ټولنې پر روسیې له دې کبله انتقاد کړی چې امریکا او چک جمهوریت یې غیر دوست هېوادونه نومولي دي.

د روسیې حکومت پرون د مې په څوارلسمه نېټه د غیردوست هېوادونو لېست خپور کړ او ژمنه یې وکړه چې که نور هېوادونه هم غیر دوستانه چلند وکړي نو پر وړاندې به یې ورته اقدام وشي.

د دې نومونې په نتیجه کې امریکا په روسیه کې په خپل ډیپلوماتیک ماموریت کې سیمه ییز کار کوونکي نه شي ګومارلی او د چک جمهوریت لپاره د سیمه ییزو کار کوونکو پر شمېر محدودیت لګول کېږي.

د اروپايي شورا مشر شارل مایک نن شنبې د روسیې دا پرېکړه د روان کړکېچ د پراخولو په برخه کې یوبل ګام وباله او ویې ویل چې دا اقدام به ډيپلوماتیکو اړیکي نور هم ترینګلي کړي.