د بیان ازادي د خونديتوب په پار انلاین غونډه وشوه

ارشیف

تر پنځوسو د ډېرو هېوادونو او لویو ټکنالوژي کمپینو استازیو نن په انلاین غونډه کې پر دې خبرې وکړې چې څرنګه په انټرنټ کې ممکنه ده چې د بیان ازادي خوندي شي او د افراطيانو د تبلیغاتو مخه ونیول شي.

دا غونډه د هغو نړیوالو هڅو برخه ده چې د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون او د نیوزیلنډ صدراعظمې جاسیندا اردیرن د دوی پر هېوادونو له خونړیو بریدونو وروسته چې پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوې، پیل کړې.

په نیوزیلنډ کې دوه کاله مخکې یو سپین پوستي توکمپالي یو پنځوس مسلمانان په جوماتونو کې ووژل او دا برید یې د فیسبوک له لارې په ژوندۍ بڼه خپور کړ.

په فرانسه کې بیا یو استاد سامویل پاتي په اکتوبر کې یوه مسلمان افراطي وروسته تر دې وواژه چې دې ښوونکي د زده کړې پرمهال د اسلام د پیغمر تصویر ښکاره کړی و او دا بهیر ان لاین خپور شوی و، د دې ښوونکي قاتل بیا وروسته په انټرنټ کې پر خپل برید ویاړ وکړ.

د نننۍ غونډې په پیل کې د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون وویل چې پر ښوونکي سامویل پاتې به دا برید کله هم هیر نه شي.

ښاغلي ماکرون زیاته کړه چې ترهګر له انټرنټه د خپلې پروپاګندې لپاره استفاده کوي چې ډیموکراتیک ځواکونه او د بیان د ازادیو مدافعان باید دې ستونزې ته سمه حل لاره پیدا کړي.