تاجزاده، د ایران ولسمشریزو ټاکنو کاندیداتورۍ ته نوم­لیکنه وکړه

په ایران کې د اصلاحپالو یوه وتلی شخصيت او سوداګر سید مصطفی تاجزاده

په ایران کې د اصلاحپالو یوه وتلي شخصيت او سوداګر سید مصطفی تاجزاده، د دغه هېواد د ولسمشرۍ ټاکنو د کاندیداتورۍ لپاره نوم­لیکنه وکړه.

تاجزاده چې ۶۴ کلن دی، د ایران په کورنیو چارو وزارت کې د خپل نوم تر ثبتولو وروسته وویل، د بریا په صورت کې به په نظام کې اساسي بدلونونه راولي: "زه د امریکا او روسیې پر خلاف د ګرانبیه بهرني سیاست مخالف یم. موږ به د خبرو اترو او روغې جوړې لوری خوشې نه کړو، حتی که مقابل لوری له موږ سره جګړه هم غواړي."

سید مصطفي تاجزاده د ایران د پخواني ولسمشر محمد خاتمي په اداره کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال په توګه دنده ترسره کړې ده.

په پام کې ده په ایران کې د ولسمشرۍ دیارلسم انتخابات د روان میلادي کال د جون میاشتې پر ۱۸مه وشي.