چارواکي: ۷ ولايتونو کې د نشه يي موادو ۱۸ پلورونکي نيول شوي

آرشیف، فراه کې د نشه يي توکو په قاچاق نیول شوی

په ۷ ولايتونو کې د نشه يي موادو اتلس پلورونکي ونيول شول.

له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په تېره اوونۍ کې د افغانستان په ۷ ولايتونو کې عملیات کړي چې په نتيجه کې يې د نشه يي موادو ۱۸پلورونکي نيول شوي دي.

له دوی سره نژدې لس کيلوګرامه نشه يي مواد لکه هيرويين، ښیښه، نشه يي ګولۍ، چرس او تارياک هم نيول شوي دي.

له بلې خوا د معتادينو د درملنې زر بستريز روغتون رئیس محمد ظاهر سلطاني ازادي راډيو ته وويل، د عامې روغتیا وزارت کار کوونکو د کابل ښار له له لومړۍ او اتمې ناحيې څخه ۱۲۰ تنه معتادین راټول او د درملنې لپاره د ابن سينا زر بستريز روغتون ته واستول.