په پنجشېر ولایت کې دوه تنه د چرسو د قاچاقو پر مهال ونيول شول.
له نشه يي موادو سره د مبارزې معينيت د رسنيو دفتر ازادي راډيو ته وويل،۲۰ کيلو ګرامه چرس چې د ګازو په يوه ډبه کې پټ ايښودل شوي او په پام کې وه چې د يوه سراچه موټر په وسيله له پنجشېر ولایت څخه کابل ته قاچاق کړل شي، د دالاسنګ په سيمه کې د موټرو د تلاشۍ پر مهال ونيول شول.
تورن کسان له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوي دي.