امریکا د فلسطینیانو او اسرائیل ترمنځ د کړکېچ د بندېدو غوښتنه وکړه 

د امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر، د فلسطینیانو او اسرائیل ترمنځ د روان کړکېچ د بندېدو غوښتنه وکړه.

د اسراییل پوځ نن سهار بیا د حماس ډلې د بریدونو په ځواب کې پر غزې تړانګې د توپونو ډزې او هوايي بریدونه کړي دي.

د حماس ډلې تر ولکې لاندې روغتیايي چارواکي وايي، د وروستیو څلورو ورځو په تاوتریخوالي کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۱۹ فلسطینیان وژل شوي دي.

اسرائیلي چارواکو د راکټي حملو له کبله د یوه سرتېري او دوو ماشومانو په ګډون د ۸ کسانو د وژل کېدو راپور ورکړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلېنکن په واشنګټن کې د خبرو پر مهال وویل: "​موږ د اسرائیل پر سړکونو تاوتریخوالي ته سخت اندېښمن یو. په داسې حال کې چې مسلمانان اختر لمانځي او یهودان د شاووعوت د لمانځلو لپاره چمتو کېږي، اسرائیلیان او فلسطینیان د دې مستحق دي چې له وېرې او تاوتریخوالي پرته دغو مراسمو کې ګډون وکړي."

د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د فلسطین او اسرییل پر وروستیو کړکېچونو د بحث لپاره راروانه یکشنبه یوه غونډه پلان کړې ده. بلخوا د نړیوالې جزايي محکمې مخکښې څارنوالې فاټو بېنسودا ویلي، دغه محکمه ښايي د ناامنیو په تازه پېښو کې د دخیلو کسانو په وړاندې اقدام وکړي.