دفاع وزارت: د کندهار هوايي ډګر د پوځي اډې مسوولیت اردو ته سپارل شوی

د کندهار هوايي ډګر

د افغانستان دفاع وزارت وايي، تر دې وروسته به افغان ځواکونه د کندهار هوايي ډګر، له پوځي اډې د ټرورېزم پر وړاندې د مبارزې لپاره کار اخلي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان نن جمعه ازادي راډیو ته وویل: امریکايي ځواکونو د کندهار هوايي ډګر د پوځي اډې مسوولیت ملي اردو ته سپارلی: "تر دې وروسته به د افغانستان دفاع وزارت له دې پوځي اډې د ټرورېزم پر وړاندې د مبارزې لپاره کار اخلي. افغان لوري ته د امریکايي ځواکونو له خوا د پوځي اډو او کمپونو د سپارلو لړۍ په بریا سره روانه ده."

بل خوا امریکايي چارواکو هم ویلي، امریکايي ځواکونو د کندهار هوايي اډې بشپړ مسوولیت افغان لوري ته سپارلی دی.

د امریکا سټارس اینډ سټرایپس ورځپاڼې راپور ورکړی چې د نړیوال ائتلاف پوځیان به د امنیتي اندېښنو د ارزونې لپاره یوه یا دوې ورځې لا هم د کندهار هوايي ډګر په پوځي اډه کې پاتې وي.

که څه هم د دې اډې مسولیت رسما افغان چارواکو ته سپارل شوی خو تر اوسه دا څرګنده نه ده چې کله به ترې د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل بشپړ شي.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د مې میاشتې پر لومړۍ نېټه پیل شوي او د سېپټمبر تر یوولسمې نېټې دوام کوي.