شیکاګو کې پیشو د ودانۍ له ۵م پوړه ځان غورځولی او ژوندۍ پاتې

ارشیف

د امریکا په شیکاګو ایالت کې یوه پشۍ د یوې ودانۍ له پنځم پوړه ځان لاندې واچاوه او ژوندۍ پاتې شوه.

د شیکاګو د ایلیناویس ښار د اور وژنې ادارې په خپل ټوېټر په دې اړه یوه ویډیو خپره کړې.

دې ادارې لیکلي چې: "پشکې له خپلو نهو ګانو یا ژوند ګټه واخیسته او له یوې داسې ودانۍ یې جمپ وکړ چې اور یې اخیستی و. پشکه په خپلو پښو ودرېده او وتښتېده."

د دې پېښې عیني شاهدانو هم د پشۍ په ژوندۍ پاتې کېدو تعجب وکړ او شورماشور یې ګډ کړ.

دا یې لنډه ویډیوه ده چې د شیکاګو د اوروژنې ادارې خپره کړې: