پوتین: کازان کې پر ښوونځي برید دې وڅیړل شي

ولسمشر ولادیمیر پوتین

ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي چې د کازان ښار په یوه ښوونځي کې د ډزو پېښې روسیې ته ټکان ورکړی دی.

د سې شنبې ورځې په سهار یو وسله وال کس د روسیې د تاتارستان جمهوریت د مرکز کازان ښار په یوه ښوونځي کې ډزې وکړې، ۷ زده کوونکي او د ښوونځي ۲ کار کوونکي یې ووژل او له ۲۰ زیات کسان یې چې اکثر زده کوونکي ماشومان وو، ټپیان کړل.

چارواکو د دې پېښې د علت په اړه څه نه دي ویلي، خو ولسمشر پوتین د ویډیو کنفرانس له لارې په پرونۍ وینا کې په دې اړه د تحقیقاتو امر وکړ: "د تحقیقاتو کمېټه به هرو مرو هر اړخیز تحقیقات وکړي او د دې تراژیدۍ ټول عوامل به روښانه کړو. په عین حال کې د دې ډول پېښو د مخنیوي لپاره باید ملکي وګړو ته، د وسلو د وېش په مقرراتو کې بدلون راشي."

په دې برید تورن ۱۹ کلن ایلناز ګالیاویېف چې د برید په پای کې ونیول شو، د چهارشنبې په ورځ د قتل په تور په محاکمه کې حاضر شو.

چارواکو ویلي چې نوموړي بې جوازه وسله لرله. پوتین د روسیې د ملي ګارډ مشر ته دنده وسپارله چې د وسلو د جواز د وېش د بدلون په اړه یوه نوې طرح جوړه کړي.