ارمنستان: اذربایجاني ځواکونه له جنوبي سرحده اوښتي

اذري ځواکونه

د ارمنستان سرپرست صدراعظم نیکول پاشینیان چې پر اذربایجاني ځواکونو تور لګولی له جنوبي سرحد څخه اوښتي او د ارضي دعوې هڅه کوي.

دواړو هېوادونو تېرکال د ناګورناقره باغ د بېلتونپالې سیمې پرسره جګړه وکړه چې په نتیجه کې یې زرګونه کسان ووژل شول. دا جګړه د مسکو په منځګړتوب په اوربند سره پای ته ورسېده.

پاشینیان پرون د مې په ۱۳مه نېټه د امنیت شورا په بېړنۍ غونډه کې پر باکو د نوي یرغل تور ولګاوه. هغه د ارمنستان په جنوب ختیځ ولایت سیونیک کې چې د راپورونو له مخې د اذربایجان پوځ د ارمنستان په خاوره کې څو کیلومتره پرمختګ کړی دی، د ډېر حساس وضعیت یادونه وکړه.

له دې وروسته د ارمنستان دفاع وزیر وویل چې اذري ځواکونو د ارمنستان او آذربایجان په ګډ سرحد کې دوه نورې سیمې هم لاندې کړې دي.

پاشینیان تېره میاشت وروسته له هغه استعفا وکړه چې خلکو له اذربایجان سره د دې جګړې د څرنګوالي پر وړاندې پراخ اعتراضونه وکړل.

نوموړی اوس د جون د شلمې تر انتخاباتو پورې د سرپرست صدراعظم په توګه کار کوي.