ولسمشر غني: د افغانستان د روزنځایونو وضعیت به وڅېړل شي

ولسمشر غني

ولسمشر اشرف غني وايي چې د هېواد د روزنځایونو وضعیت به وڅېړل شي او د هغو د ستونزو د حل لپاره به عاجل اقدامات عملي شي.

ښاغلي غني دا څرګندونې پرون- پنجشنبې په ارګ کې له یو شمېر بې سرپرسته او یتیمو ماشومانو سره د کتنې پر مهال وکړې.

د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې، افغان ولسمشر دې ماشومانو ته د اختر مبارکۍ له ویلو وروسته څرګنده کړه چې د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو ته به هدایت ورکړي چې په بورسیو کې یتیم او بې سرپرسته ماشومان هم په پام کې ونیسي.