عادله راز د امریکا په متحدو ایالاتونو کې د افغانستان د نوې سفیرې په توګه په دنده ګومارل شوې ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو په وزارت کې یوې سرچینې چې نه غواړي هویت یې څرګند شي تېره شپه له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا خبر تایید کړ.
مېرمن راز له دې مخکې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازې په توګه کار کاوه.
په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان سفیره له دې مخکې رویا رحماني وه.