د عبدالرؤف کورنۍ ته د هغه د تښتوونکو تازه ګواښ؛ د دغه ماشوم شکنجه زیاتوو

بلخ کې د تښتول شوي عبدالرؤف د راخلاصېدو لپاره مظاهرې

د اختطاف شوي عبدالرؤف کورنۍ وايي، انسان تښتوونکو ورته ګواښ کړی چې د دغه ماشوم شکنجه به زیاته کړي.

د یاد تښتول شوي ماشوم پلار محمد نبي ازادي راډیو ته وویل چې انسان تښتوونکو د ده کورنۍ ته په تازه استول شوي غږیز پیام کې ګواښ کړی که ۲.۲ ملیونه ډالر ورنه‌کړل شي، د عبدالرؤف شکنجه به زیاته کړي.

محمد نبي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د انسان تښتوونکو څخه په ترلاسه شوي پيغام کې عبدالرؤف خپلې کورنۍ ته د اختر مبارکي ویلې او له پلار څخه‌یې غوښتي چې برمته کوونکو ته د پيسو په ورکړې سره، دی د دوی له منګولو ازاد کړي.

انسان تښتوونکو محمد نبي ته ويلي چې د اختر په درېیو ورځو کې به عبدالرؤف نه‌شکنجه کوي.

دی وايي خو دوی ورته شرط ټاکلی دی: "برمته کوونکو ویلي که پيسې رانه‌کړې، نو د هغه شکنجه به زیاته کړو. دوی چې هر څه کولای شي ودې کړي، دوی که د یوه ماشوم له شکنجې خوند اخلي، نو شکنجه دې یې کړي. پيسې چې نه‌وي له کوم ځایه‌یې ورکړو."

بلخ کې د تښتول شوي عبدالرؤف د راخلاصېدو لپاره مظاهرې

عبدالرؤف ۷ میاشتې دمخه د ۹ کلنۍ په عمر په مزار شریف ښار کې کله چې له کور څخه د ښوونځي په لور روان و، د ناپېژانده وسله‌والو له‌خوا برمته شو.

د بلخ پولیس نه‌غواړي د برمته شوي عبدالرؤف د اختطاف د قضیې د پرمختګ په اړه معلومات رسنیز کړي، خو تر دې دمخه د بلخ د پولیسو قوماندان سید معراج سادات ازادي راډیو ته ویلي وو چې د عبدالرؤف د خوشې کېدو په هدف څه باندې ۳۰ عملیات بې‌پایلې ختم شوي.

تر دې دمخه د افغانستان د ملي امنیت ادارې اعلان کړی و چې په بلخ او فاریاب ولایتونو کې یې ۳۰ کسان د عبدالرؤف د اختطاف په پېښه کې د لاس لرلو په تور نیولي چې ځینې یې د داعش ډلې غړي هم دي.

په دې اړه نور:

د بلخ والي: مزار شریف کې د تښتول شوي ماشوم په تړاو ۲۱ کسان نیول شوي

اوس اوس د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون له حکومته غوښتي چې د عبدالرؤف د خوشې کېدو په هدف یو تحقیقاتي کمېسیون جوړ کړي ترڅو دا ماشوم د اختطافچیانو له منګولو ازاد کړي.

په شمال کې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مشر سید محمد سامع د اختطافچیانو له لوري د عبدالرؤف شکنجه د بشر ضد جنایت بللی.

هغه په دې اړه وویل: "د یوه مظلوم ماشوم په وړاندې دا غیر انساني او غیر اخلاقي چلند د بشر ضد جنایت دی او حکومت باید د عبدالرؤف د خوشي کېدو ترڅنګ د هغه د اختطاف د عاملانو د مجازات په اړه هم اقدام وکړي."

د افغانستان په شمال زون کې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د سیمه‌ییز دفتر مشر سید محمد سامع

د عبدالرؤف د برمته کېدو پېښه په ټولنیزو رسنیو کې له خورا مختلفو غبرګونونو سره مخ شوې.

د بشر حقونو ځینو مدافع بنسټونو او یو شمېر ځوانانو خاصتآ د ترکمن اقلیت توکم د یادې پېښې په وړاندې کلک غبرګون ښوولی او دا مسئله‌یې غندلې.

ځینو ترکمنانو د همدې کال د فبرورۍ په میاشت کې عبدالرؤف ته د حق غوښتنې په موخه د حیرتان او اقینې سوداګریزو بندرونو لویې لارې هم بندې کړې.