د اسرائیل پوځ د ځمکني عملیاتو د پیل لپاره چمتووالی نیسي

ارشیف، اسرائیلي ځواکونه

د اسرائیل پوځ وایي، ځواکونه‌یې د ځمکني عملیاتو د پیل لپاره چمتووالی نیسي.

دا په داسې حال کې ده چې د حماس فلسطیني ډلې ملېشې په غزې تړانګه کې پر اسرائیلو راکټي بریدونو ته دوام ورکوي.

د حماس تر واک لاندې غزې تړانګه کې د روغتیا وزارت نن وویل چې پر دې سیمه کې د اسرائیل په دوو ورځنیو بریدونو کې تر ۷۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.

روغتیایي چارواکو په اسرائیل کې هم د ۷ تنو وژل کېدل تأیید کړل.

د اسرائیل هوایي حملې وروسته له هغه پیل شوې چې حماس ډلې د بیت‌المقدس په ګډون د اسرائیل پر څو سیمو توغندي وویشتل.