اورست غره کې دوه غر ختونکي مړه شوي

اورست غرونو کې د امریکا غر ختونکې ډله

دوه غر ختونکي په اورست غره کې مړه شوي دي.

په نیپال کې د غر ختنې چارو تنظیموونکو نن وویل چې دا پېښه د چهارشنبې په ورځ شوې ده.

دوی د فرانس پرس خبري اژانس ته وویل چې ۵۵ کلن امریکایي او ۴۰ کلن سویسي غر ختونکي د ستړیا له کبله مړه شوي دي.

هر کال په منځني ډول پنځه غر ختونکي په اورست غره کې چې د نړۍ تر ټولو لوړه څوکه ده، مړه کېږي.