د نړۍ مسلمانانو د دوهم کال لپاره کوچنی اختر په داسې حال کې لمانځي چې د 'کووېډ-۱۹' ناروغي په ټولې نړۍ کې خوره ده.
کوچنی اختر په ډېری مسلمانو هېوادونو کې نن پیل او درې ورځې به دوام ولري، خو د افغانستان په ګډون ډېری هېوادونه د کرونا ویروس د خطر د کمېدو په هدف د رامنځته شویو محدودیتونو سره لمانځي.
دا اندېښنې هم شته چې خلک به ښایي روغتیایي سپارښتنې سمې رعایت نهکړي.
په اندونیزیا کې چې د نړۍ یو له ګڼ مېشتو اسلامي هېوادونو څخه دی، حکومت خلک خپلو اصلي ټاټوبو ته له ورتلو منع کړي دي.
دا اقدام کولای شي لسګونه ملیونه کسان د خپلو کورنیو له لیدو څخه محروم کړي.