له طالبانو د اشرف غني غوښتنه: اوربند وغځوئ، ټول افغانان سولې ته تږي دي

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني

افغان ولسمشر اشرف غني د کمکي اختر په مناسبت پیغام کې پر طالبانو غږ وکړ چې اوربند دې وغځوي.

ولسمشر غني وویل، جګړه پوځي حل‌لاره نه‌لري او بالاخره باید پای ته ورسول شي. نوموړي ټینګار وکړ چې ټول افغانان سولې ته تږي دي او ټول اړخونه باید د سولې لپاره هڅې وکړي.

طالبانو چې د اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند اعلان کړی ویلي چې هغه به ونه‌غځوي. دا خبره تېره شپه د دې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وکړه.

ښاغلی غني یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې ټولګټو تأسیساتو ته له زیان رسولو دې لاس واخلي.

هغه خپله پخوانۍ خبره بیا تکرار کړه چې ویلي و په تېرو کلونو کې طالبانو د یو میلیارد ډالرو په ارزښت ټولګټو تأسیساتو ته زیان رسولی، هغه ادعا چې طالبانو رد کړې ده.

افغانان دا اختر داسې مهال لمانځي چې د جګړو دوام ډېرې کورنۍ د غم په ټغر کېنولي.

د روژې سږنۍ میاشت له خونړیو حملو سره مله وه. تر ټولو خونړۍ هغه‌یې د کابل په دشت برچي کې پر نجونو زده‌کونکو وه چې شااوخوا ۸۵ تنه ووژل شول او له ۱۰۰ زیات ټپیان شوي دي.