امریکا، چین د اویغور مسلمانانو او نورو مذهبي لږکیو په ډلوژنې تورن کړ

د امریکا او چین ملي بیرغونه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چین د اویغور مسلمانانو او نورو مذهبي لږکیو په جینوسایډ یا ډلوژنې تورن کړ.

دې وزارت په نړۍ کې د مذهبي ازادیو په اړه په کلني راپور کې چې پرون چهارشنبه‌یې خپور کړی، دغه‌راز ایران او روسیه په نړۍ کې له مذهبي ازادیو ستر سرغړوونکي بللي دي.

د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په نړۍ کې د مذهبي ازادیو په اړه د دغه کلني راپور څخه په استفادې غواړي د هغو هېوادونو نومونه په ډاګه کړي او هغوی وشرموي چې نوموړی یې له مذهبي ازادیو ستر تېري کوونکي بولي.

ښاغلی بلېنکن په نړۍ کې مذهبي ازادۍ نړیوال بشري حق بولي.

د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ ادارې په تېره جنوري میاشت کې ویلي و چې په شینجن ایالت کې د چین سیاستونه د بشریت ضد جنایت او نسل وژنه ګڼل کېږي، هغه دریځ چې د بلېنکن په خبره د بایډن اداره هم وسره موافقه ده.

بلېنکن وویل، چین په پراخه پیمانه مذهبي بیانونه جرم بولي او د اویغور مسلمانانو او نورو مذهبي او نورو لږکیو په وړاندې د بشریت ضد اعمال سر ته رسوي.

په دغه کلني راپور کې ایران، برما، روسیه، نایجریا او سعودي عربستان هم په نړۍ کې پر مذهبي ازادیو ستر تېري کوونکي په نښه شوي دي.