لاوروف ته د بلېنکن خبرداری: د بایډن اداره به د مسکو تجاوز بې‌غبرګونه پرېنږدي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن خپل روسي سیال سرګي لاوروف ته ویلي چې د ولسمشر جو بایډن اداره به پر متحده ایالاتو او یا بل هر ځای د مسکو تجاوز بې‌غبرګونه پرېنږدي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نید پرایس وویل چې بلېنکن او لاوروف پرون چهارشنبه پر ټیلیفون خبرې وکړې او زیاته‌یې کړه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ولسمشر بایډن هغه پرېکړه بیا تکرار کړه چې وایي امریکایي وګړي به خوندي کوي او د روسیې د هر هغه اقدام په وړاندې چې امریکا او یا یې متحدین زیانمن کړي، د خپلو ګټو دفاع کوي.

دا څرګندونې داسې مهال شوي چې په اوکراین کې دننه او شاوخوا ته د روسي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو په ګډون پر یو شمېر مسایلو د واشنګټن او مسکو ترمنځ اړیکې ترینګلې دي.

تمه ده بلېنکن او لاوروف راتلونکې اوونۍ د ایسلند په ریکاویک ښار کې د یوې سرمشریزې په څنډو کې مخامخ سره وګوري.