انوشکا او کوهلي هند کې له کرونا ځپلو سره د مرستې د پیسو اندازه لوړه کړه

د بالیوود وتلې ستوري انوشکا شرما او مېړه‌یې ویرات کوهلي

د بالیوود وتلې ستوري انوشکا شرما او مېړه‌یې ویرات کوهلي له کرونا ځپلو سره د مرستې لپاره د راټولېدونکو پیسو اندازه لوړه کړه.

هندي رسنیو راپور ورکړی چې دغې جوړې مخکې د ۷ کروړه هندي روپیو د راټولېدو ژمنه کړې وه، خو اوس‌یې هدف ۱۱ کروړه ته لوړ کړ څو په خپل هېواد کې د کرونا ځپلو د ژغورنې لپاره وکارول شي.

انوشکا او مېړه‌یې د چهارشنبې په ورځ دا اعلان وکړ. دوی د دې کار لپاره له وړاندې کمپاین پیل کړی دی.

هند دا مهال د کرونا ویروس سخت ځپلی دی چې د وروستیو راپورونو له مخې په دې هېواد کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو شمېر تر ۲۳ ملیون او ۳۴۰ زرو اوښتی دی. څه باندې ۲۵۴ زره کسان له همدې ناروغۍ په هند کې مړه شوي دي.