مرګونو پېښو سره مله روژه، د اختر درشل کې ملي ماتم او اختر کې اوربند

د لوګر په پېښه کې وژل شوي زده کوونکي

سږکال بیا لسګونه کورنیو په هغو چاودنو، بریدونو او جګړو کې خپل عزیزان له لاسه ورکړل چې د روژې په میاشت کې پېښې شوې وې.

تر ټولو خونړۍ چاودنه د کابل لویدیځ لور ته په دشت برچي سیمه کې د نجونو پر یو ښوونځي وشوه چې لسګونه کسان یې چې ډېری یې د ښوونځي زده کونکې وې، ووژلې او ګڼې نورې یې ټپیانې کړې.

تردې مخکې د لوګر مرکز پُل عالم د ورته خونړي برید شاهد و چې د لېسې د دولسمو ټولګیو فارغان په کې په نښه شول.

افغان حکومت د سې شنبې ورځ د وروستیو پېښو د قربانیانو په ویر ملي ماتم اعلان کړ، طالبانو ورپسې اختر کې د درې ورځني اوربند اعلان وکړ چې افغان حکومت یې هم غبرګون کې د دري ورځني اوربند د مراعتولو اعلان وکړ، خو ټینګار یې وکړ چې یوازې اختر نه بلکې هېڅ وخت باید افغانان ونه وژل شي.

په پنځه ویشت دقیقې بحث کې په دې غږیږو چې ملي ماتم او اختر کې اوربند د قربانیانو کورنیو ته څه لري؟

د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند مولوي رحمت الله اندړ او د سیاسي چارو افغان شنونکی عبدالباري عارض میلمانه دي.

افغان حکومت د ګڼو هغو بریدونو پړه پر طالبانو اچوي چې درنه ولسي مرګ ژوبله یې اړولې، خو طالبان په کې لاس لرل ردوي، حکومتي چارواکي څه شواهد لري؟ له طالبانو پرته نورې کومې ډلې شته چې وروستیو پېښو کې لاس لري؟

په دې او نورو اړوند مسالو د بحث لپاره راسره د دې اوونۍ په پنځه ویشت دقیقه يي بحث کې د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند مولوي رحمت الله اندړ او د سیاسي چارو افغان شنونکی عبدالباري عارض میلمانه دي.

دا بحث د دوشنبې په ورځ په ژوندۍ بڼه خپور شوی چې له دې ځایه یې اوریدلی شئ.

Your browser doesn’t support HTML5

مرګونو پېښو سره مله روژه، د اختر درشل کې ملي ماتم او اختر کې اوربند