د افغانستان د اقتصاد وزارت وايي چې په وروستیو ۵ میاشتو کې یې شااوخوا ۱۶۲ غیر دولتي موسسو ته چې ۱۵۴ کورنۍ او ۸ بهرنۍ وې د فعالیت جوازونه ورکړي دي.
د دغه وزارت ویاندې نوریې نضهت نن سې شنبه (د غويي ۲۱مه) ازادي راډیو ته وویل په پام کې ده چې دغې موسسې د حکومتوالۍ او عامه خدمتونو، د اقتصادي او کرنیزو چارو، ښوونې او فرهنګ، خوندیتوب او عامه تغذیې په سکتورونو کې یو شمېر پروژې تطبیق کړي دي.
نوموړې زیاتوي، دغو موسسو ته د جواز د ورکولو له درکه دوه میلیونه او ۶۰۹ زره افغانۍ د اقتصاد وزارت پر عوایدو اضافه شوي دي.
د اقتصاد وزارت وايي، هرکال کې په اوسط ډول له دوی سره ۲۵۰ کورنۍ او بهرنۍ موسسې ځانونه ثبتوي.
د دغه وزارت د چارواکو په وینا دم ګړۍ ۱۹۴۴ کورنۍ او ۲۶۸ بهرنۍ موسسې له اقتصاد وزارت سره ثبت دي.