نن ټول افغانستان کې د خونړیو پېښو په خاطر ملي ویر اعلان شوی

د ویر په پار د افغانستان ملي بیرغي نیم ځوړند دی

نن سې شنبه (د غويي ۲۱مه) په ټول افغانستان کې د وروستیو خونړیو پېښو په خاطر ملي ویر اعلان شوی.

د افغانستان حکومت ملي ویر وروسته له هغې اعلان کړ چې د کابل په دشت برچي کې په یوه خونړي برید کې په لسګونو د ښوونځي زده کوونکې او له هغې مخکې د لوګر په مرکز پل علم کې په ورته خونړي برید کې په لسګونو د دولسمو ټولګیو هغه فارغان ووژل شول چې د کانکور په آزموینه کې د ګډون لپاره له ازرې ولسوالۍ دې ښار ته ورغلي وو.

ولسمشر اشرف غني د تېرې یکشنبې په ورځ د ملي ویر د ورځې د اعلانولو پر مهال وویل چې د دې پېښو د مړیو او ټپیانو له کورنیو سره په غم او درد کې ځان شریک بولي او په همدې خاطر د سې شنبې ورځ ملي ویر اعلانوي چې ټول هېواد کې به د قربانیانو لپاره د فاتحې مراسم ترسره کېږي.

دغه راز به نن په کوردننه په دولتي ادارو او بهر کې د افغانستان په ډیپلوماتیکو نمایندګیو کې د افغانستان بیړغ نیم ځوړند وي.