مېل انلاین: افغانستان د اختر له اوربند مخکې په زابل او پروان کې د چاودنو شاهد و

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

  • مېل انلاین

مېل انلاین خپرونې په افغانستان کې د تاوتریخوالي په زیاتېدو او ترڅنګ‌یې د اختر په مخه د طالبانو د اوربند په اعلان یوه مقاله خپره کړې ده.

په مطلب کې راغلي چې افغانستان د اختر له درې ورځني اوربند ۷۲ ساعته مخکې په زابل او پروان کې د دوو نورو چاودنو شاهد و چې په‌کې ټول‌ټال ۲۰ کسان وژل شوي دي.

مېل انلاین همداراز په دې مطلب کې د کابل د دشت برچي خونړی برید هم یاد کړی چې په‌کې نجونې زده‌کوونکې هدف ګرځول شوې دي.

وړاندې لولو د طالبانو له‌خوا د درې ورځني اوربند اعلان داسې وخت ترسره کېږي چې د افغانستان حکومت طالبان د کابل په لوېدیځ کې د مرګوني برید مسؤل بولي.

طالبانو په دې برید کې لاس لرل رد کړي.

ارګ دوشنبه په یوه اعلامیه کې لیکلي چې د طالبانو د اوربند له اعلانه خبر دی. وړاندې راغلي چې افغان حکومت او افغانان په دایمي او رښتیني اوربند ټینګار کوي.

د ګڼو پېښو ترڅنګ د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه کابل ته تللی دی.

  • ډیپلومات

ډپلومات خپرونې هم د افغانستان په وروستیو تحولاتو مقاله لیکلې ده.

د امریکا د ولسمشر جو بایډن د اپرېل د ۱۴مې د اعلان له مخې تمه ده چې ټول امریکایي ځواکونه د سږ کال سپټمبر تر ۱۱مې له افغانستانه ووځي.

لیکوال په دې باور دی چې افغانستان به هم هغسې لار ووهي چې جَنوبي ویتنام په ۱۹۷۳ کال کې د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته پرې تللی و.

وړاندې لولو چې هغه وخت شمالي ویتنام د سولې تړون مات کړی و او سایګون ښار د کمونېستانو لاس ته ولوېد چې له امله‌یې ګڼ خلک کډوال شول او جَنوبي ویتنام‌یې د دیکتاتورۍ تر ولکې لاندې راوست.

ډیپلومات خپرونې زیاته کړې د متقاعد جنرال جوزف ډنفورډ په مشرۍ د افغانستان د مطالعې ډلې ګواښ کړی چې د امریکایي ځواکونو له وخت مخکې وتل به په دغه هېواد کې د ترهګرۍ ګواښ بیا ژوندی کړي او یو وار بیا به د هغو ترهګرو په امن ځاله بدل شي چې امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر تر بریدونو وروسته د هغوی د ځپلو لپاره افغانستان ته تللې وه.