د افغانستان ملي امنیت عمومي ریاست: کابل کې د طالبانو د ترور هسته ونیول شوه

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست له لوري نیول شوي کسان

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست په کابل کې د طالبانو د "ترور هسته" ونیول شوه.

د دې ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې نیول شوې نهه کسیزې وسله‌والې ډلې په دې ولایت کې د چسپکي ماینونو په ايښودلو، هدفي وژنو او دغه‌شان د دې ښار په ۱۲مه او ۱۹مه ناحیه کې د پولیسو په پوستو د لاسي بمونو د غورځولو په پېښو کې لاس درلود.

د اعلامیې پر بنسټ دغه وسله‌والې ډلې جنګي وسایل او ناچاوده مهمات په لغمان کې د طالبانو له سیمه‌ییزو قوماندانانو ترلاسه کول.

په اعلامیه کې دغه‌شان راغلي دي چې یادې ډلې پلان درلود چې په کابل ښار کې هدفي وژنې پیل کړي، خو د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو له لوري ونیول شول.

په اعلامیه کې دا نه‌دي ویل شوي چې یاده ډله د کابل په کوم ځای کې او کله نیول شوې ده.

وسله‌والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه کوم غبرګون نه‌دی ښودلی.

بل لور ته د بامیانو د والي دفتر ویلي، د دغه ولایت لپاره‌یې د طالبانو نومول شوی مرستیال نیولی دی.

د بامیان ولایت په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې قاري عبدالجلیل عمري له خپل یوه ملګري سره پرون په کهمرد ولسوالۍ کې د ملي امنیت ځواکونو په عملیاتو کې ونیول شو.

طالبانو په دې اړه هم تر اوسه څه نه‌دي ویلي.