پکتیا کې مخ پټو وسله‌والو دوه ملکیان وژلي

ارشیف، د پکتیا ګردېز ښار یوه څنډه

د پکتیا چارواکي وایي، نامعلومه وسله‌والو په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې دوه تنه ملکیان وژلي دي.

د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد لعل امیري وایي، دغه کسان تېر ماخوستن په بیان‌خېلو سیمه کې د مخ پټو وسله‌والو له‌خوا وژل شوي دي.

ښاغلی امیري زیاتوي: "دوه نفره ملکي کسان وو، روژه ماتی او تراوېح‌یې کړي او بیا هلته یوه دکان کې ناست وو، نا معلومه کسانو ډزې پرې کړي، همدا دوه تنه په شهادت رسېدلي، برید کوونکي په تېښته بریالي شوي."

د ده په وینا وژل شویو کې یو صراف او بل هم مسافر و چې تازه له متحده عربي اماراتو نه راغلی و.