د وزني وژنه؛ کربلا کې مظاهره‌چیانو د ایران قونسلګرۍ ته د اور اچولو هڅه وکړه

عراقي مظاهره‌چیان کربلا کې د ایران قونسلګرۍ ته د اور اچولو هڅه کوي.

د عراق په کربلا کې د یوه وتلي فعال تر وژل کېدو وروسته عراقي مظاهره‌چیانو پرون هڅه وکړه چې د شیعه‌ګانو په دغه سپېڅلي ځای کې د ایران قونسلګرۍ ته اور واچوي.

ایهاب وزني چې د ۲۰۱۹م کال په اکټوبر میاشت کې په عراق کې د حکومت ضد اعتراضونو د تنظیموونکي په توګه مشهور و، وخت ناوخت‌یې پر اداري فساد، په ایران پورې د تړلو ملېشه‌وو او په عراق کې یې د ایران د نفوذ په اړه انتقادونه کول.

دی د شنبې ناوخته له خپل کور دباندې د نامعلومو موټرسایکل سپرو وسله‌والو په حمله کې ووژل شو.

د عراق د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په وینا، دا دېرشم فعال دی چې د ۲۰۱۹م کال له اکټوبر میاشتې راهیسې په هدفي حملو کې وژل کېږي.

په دې موده کې شااوخوا ۶۰۰ مظاهره‌چیان هم تر ډېره د مظاهرو پر مهال وژل شوي چې فعالانو دا قتلونه د ایران پلوه ملېشو کار بللی دی.

د وزني وژنه پرون په کربلا کې د مظاهرو سبب شوه چې برخه‌والو یې سړکونه او پلونه وتړل او ټایرونو ته‌یې اور واچاوه.

ځینو مظاهره‌چیانو چې د وزني جنازه‌یې لېږدوله، شعار ورکاوه، "ایران دې له مخې لیرې شي" او "خلک د رژیم نسکورېدل غواړي".