د فلسطیني مظاهرهچیانو او اسرائیلي پولیسو په نښتو کې لږترلږه ۱۰۰ تنه فلسطینیان ټپيان شوي دي.
دا خبره د فلسطین د سره صلیب کمېټې چارواکو پرون یکشنبه رسنیو ته کړې ده.
نښتې د مسلمانانو د درېیم تر ټولو سپېڅلي ځای او پر هغه ځمکه د فلسطینیانو د کورونو خالي کولو پر سر پیدا شوې چې یهودانیې د ملکیت دعوه کوي.
پولیسو د زرګونه فلسطینیانو پر ضد ربړي مرمۍ، اوښکې بهوونکی ګاز او ګنګسوونکي لاسي بمونه کارولي دي.
د اسرائیل پولیسو بیا ویلي چې د دوی ۱۷ تنه هم ټپیان شوي دي.
د نړۍ د کاتولیک عیسویانو رهبر پاپ فرانسېس یکشنبه هیله وښوده چې په بیتالمقدس کې روانې لانجې او نښتې پای ته ورسېږي.
ځینو عرب هېوادونو بیا د اسرائیلي ځواکونو لهخوا د زور زیاتي کارول غندلي دي.
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو پرون وویل هېڅ تُندلاري ته اجازه نهورکوي چې د بیتالمقدس/اورشلیم ثبات ګډوډ کړي.
د شنبې شپې دا بېسارې نښتې داسې وخت شوي چې له یوې خوا شاوخوا ۹۰،۰۰۰ فلسطینیان د قدر شپې لمونځ لپاره الاقصا جومات ته ورغونډ شوي و او له بلې خوا یهودانو د یکشنبې ماښام لپاره د بیتالمقدس ورځې د لمانځنې په هدف تابیاوې نیولې وې.
د مې په ۷مه هم په نښتو کې لږ تر لږه ۲۰۵ فلسطینیان او ۱۸ اسرائیلي سرتېري ټپيان شول.