د سعودي عربستان د ښځو د حقونو مخکښه فعاله لجين الهذلول د کورنیو چارو وزارت د پوښتنو لپاره احضار کړې ده.
د لجین خور په خپل ټویټر دا خبر ورکړی دی.
لجین درې میاشتې مخکې له زندانه خوشې شوې وه.
لجین الهذلول په سعودي کې د ښځو لپاره د موټر چلونې د حق لپاره پراخه مبارزه کړې ده او همیې په دغه هېواد کې ښځو ته په لږه ونډه نیوکې کړي.
دا مخکښه فعاله په ۲۰۱۸ کال کې له ګڼو نورو ښځو سره په ګډه زنداني شوې وه.