د برازیل ولسمشر ژایر بولسونارو د مور د ورځې په درنښت د موټرسایکل چلونې په یوه سیالۍ کې ګډون وکړ.
دا سیالي په پلازمېنه برازیلیا کې پرون ترسره شوې.
ولسمشر بولسونارو له ولسمشرۍ ماڼۍ الوورادا ووت او د سلګونه موټرسایکل چلوونکو په ملتیا یې د ښار په منځ کې شاوخوا یو ساعت موټرسایکل وچلاوه.
د برازیل په ولسمشر د کرونا ویروس د مخنیوي په برخه کې تُندې نیوکې کېږي ځکه هلته د کرونا له لاسه د مړو شمېر نږدې څلور لکه او ۲۰ زرو کسانو ته پورته شوی دی.
خو د راپورونو له مخې ولسمشر بولسونارو د موټرسایکل چلونې په دې سیالۍ کې په ګډون سره وغوښتل د خلکو ملاتړ جلب کړي.