لوګر چارواکي: د ملي امنیت ۴ کارکوونکي وژل شوي

ارشیف، د لوګر مرکز پل علم

په لوګر ولایت کې د ملي امنیت څلور کارکوونکي وژل شوي او یو بل ټپی دی.

د لوګر د والي ویاند دیدار لونګ ازادي راډیو ته وویل، د ملي امنیت دغو کار کوونکو په پکتیکا ولایت کې دنده درلوده چې نن یکشنبه(د غويي ۱۹مه) پُل علم ته نژدې کلنګار سیمه کې پرې طالبانو برید وکړ.

لونګ همدا راز ازادي راډیو ته تایید کړه چې نن ماسپښین مهال وسله والو طالبانو د لوګر د مرکز پل علم ښار اړوند په پادخواب شانه سیمه کې د افغانستان بانک د لوګر څانګې مدیر هم وژلی دی.

لوګر کې نن سهار د اقتصاد رییس عبدالمنان سعیدي هم ووژل شو.