د بېلاروس مشر لوکاشینکا د واک د لېږد لپاره نوی فرمان لاسلیک کړ

د بېلاروس ځواکمن مشر الکساندر لوکاشینکا

د بېلاروس ځواکمن مشر الکساندر لوکاشینکا ویلي، که دی وژل کېږي یا له دندې د پر مخ بیولو وړتیا له لاسه ورکوي، د ولسمشرۍ واکونه دې د دغه هېواد امنیت شورا ته وسپارل شي.

لوکاشینکا د واک د دغه ډول لېږد فرمان نن (د مې په نهمه) لاسلیک کړی دی.

له دې وړاندې تګلاره دا وه چې که ولسمشر وژل کېږي یا د واک وړتیا له لاسه ورکوي، د نوي ولسمشر تر لوړې پورې به واک صدر اعظم ته سپارل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې ډېرو حکومتونو د بېلاروس د تېر کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د لوکاشینکا بریا غیر مشروع بللې ده.

له دې ټاکنو وروسته د بېلاروس سیاسي مخالفانو اعتراضونه پيل کړي چې په سخت ډول ځپل کېږي.