چارواکي: طالبانو د لوګر د اقتصاد رییس عبدالمنان سعیدي وواژه

د لوګر ولایت د اقتصاد رییس عبدالمنان سعیدي

د لوګر ولایت د اقتصاد رییس عبدالمنان سعیدي د وسله والو طالبانو په یوه برید کې وژل شوی دی.

د لوګر د والي ویاند دیدار لونګ وايي: "نن غرمه مهال وسله والو طالبانو ددې ولایت د اقتصاد رئیس عبدالمنان سعیدي د کابل -لوګر پر لارې وواژه."

هاخوا د لوګر امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ښاغلی سعیدي نن یکشنبه (د غويي ۱۹مه) سهار دندې ته پر لاره و چې د کابل-لوګر لویې لارې پر سر د بلند اب په سیمه کې وسله والو ډزې پرې وکړې.

دا سیمه له مرکز پل علم سره یوازې څو کېلو متره واټن لري.

د برید مسوولیت لا کومې ډلې نه دی اخېستی، خو د پل علم شااوخوا سیمو کې وسله وال طالبان فعاله ده.

پرون شنبه (د غويي ۱۸مه) د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ کې د ماین چاودنې څلور ولسي پاڅون کوونکي ووژل.