حنیف اتمر د جرمونو نړیوالې محکمې له څارنوالې سره غږیدلی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د جرمونو نړیوالې محکمې له څارنوالې فاتو بینسودا سره د جرمونو او جزایي معافیتونو پر مخنیوي خبرې وکړې.

دغه لیده کاته هالنډ ته د ښاغلي اتمر په مشرۍ د یوه افغان پلاوي د سفر پر مهال ترسره شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي، لیدنه کې د دغې نړیوالې محکمې او د افغانستان د عدلي او قضایي ادارو ترمنځ د همکارۍ په تخنیکي اړخونو هم خبرې شوي دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې دغې نړیوالې محکمې افغانستان کې د ترسره شوېو جرمونو د څیړنو په اړه افغان پلاوي ته څه ویلي دي؟

د دغې محکمې قاضیانو له دې وړاندې خپلې څارنوالې مېرمن بینسودا ته اجازه ورکړې وه چې افغانستان کې د هغو جرمونو ادعاوې وڅیړي چې د ۱۳۸۲ لمریز کال له ثور میاشتې وروسته ترسره شوي دي.